د رأی ورکوونکو له خوا د ۱۲ ستورو څخه د یو تن له حذف سره، دې اونۍ په افغان ستوري کې شدیده سیالۍ پیلېږي. دا خپرونه د مولود شریف (د اسلام پيغمبر – محمد «ص» زېږدون) ویاړ او درنښت ته ځانګړې شوې وه او ټولو ګډونکوونکو غبرګولي (جوړهیي) سندرې ترسره کړې.
په پیل کې شریف شیرزی او رامین پوپل سټېج باندې ښکاره شوه، چې د «بُت خانه نشین هستم» غزل سندره یې ترسره کړه، مګر د هغو ترسره کونه، د قیس الفت له نیوکې سره مخامخ شوه. وروستې جوړه رشاد آریا او کاوه اکبري وه، هغوی «وای آن دل» نامتو کلاسیک سندره ترسره کړه. څارونکو د دې جوړې ترسره کونه خوښه کړه.
زموږ دریمه جوړه زیبا حمیدي او سحر آرین، دې خپرونې کې دوې ښځینه ګډونکوونکي چې د خپل پاپ او رَپ سبکونو له یوځایولو څخه یې یوه ډېره خوندوره سندره ترتیب کړه چې څارونکي او همدارنګه نندارهچیان یې حیرانه کړه. وروسته، حبیب الله فاني او تواب نوري د «به مُراد دل» سندره ترسره کړه چې د قیس الفت له مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه.
اشکان عرب او قاسم شاهد د «دلت را خانهء من کن» مناجات سندره ترسره کړه او په پای کې جاوېد سمیر او منصور آرین یوه قوالي سندره ترسره کړه چې څارونکي یې خاموشه کړل.
د غبرګولي (جوړهیي) ترسره کونو وروسته، د خپرونې لیدونکو د رأیو پر اساس، کوم کس چې له جرمني څخه یې دې خپرونې کې ګډون کړی وو، د دې خپرونې حذفي ګډونکوونکی اعلان شو.