د سږ کال «خوش چانس» خپرونه د یوه حذف شوي ګډونکوونکي، کاوه اکبري په نه شتون کې، چې د ځینې ستونزو له امله یې و نه شو کولای په دې خپرونې کې ونډه ولري، پیل شوه. د دې خپرونې ځانګړی مېلمه، بېژن قندوزي، د افغانستان یو نامتو رپ ویونکی وو چې د ننې شپې خپرونه یې له یوې ډېرې ښکلې سندرې سره پیل کړه.
د بېژن ظفرمل له ترسره کونې وروسته، ۷ (اووه) حذف شوي ستورو په وار سره خپل بخت وآزمود تر څو وکولای شي د افغانستوري خپرونې ته بېرته لاره ومومي. له دې ډلې لومړی ګډونکوونکی، حبیب الله فاني، د «من قصۀ دل ګویم» سندره ترسره کړه او و یې کولای شو له څارونکو څخه ۳۸ امتیازونه لاس ته راوړي.
دوهم ګډونکوونکی، تواب نوري وو چې د افغانستان یو لوی سندرغاړي، فرهاد دریا، «من ترک عشق نه مې کنم» سندره یې ترسره کړه. تواب له دې ترسره کونې سره، ۳۴ امتیازونه خپل کړه. رامین پوپل، دریم ګډونکوونکی وو چې پر صحنې باندې ښکاره شو او د «وقتې که رفتم» سندره یې ترسره کړه. دا سندره د عبید جوینده له کارونو څخه ده او څارونکو د دې ترسره کونې پر وړاندې هغه ته ۳۶ امتیازونه وړاندې کړه. سحر آرین څلورمه ګډونکوونکې وه چې د احمد ظاهر «قبلهء خود بعد ازین» سندره یې ترسره کړه، سحر له دې ترسره کونې سره، له څارونکو څخه ۳۲ امتیازونه لاس ته راوړه.
شفیع شېرزی د «دق شده ام» سندره ترسره کړه او ۳۳ امتیازونه یې لاس ته راوړه. شپږم هنرمند، جاوېد سمیر، وو چې د «خوب نه راځي» پښتو سندره یې ترسره کړه او ۳۷ امتیازونه یې لاس ته راوړه. د ننې شپې وروستی هنرمند قسیم شاهد وو چې خپل بخت یې وآزمود او د «آن سلسله موهایت» سندره یې ترسره کړه او و یې کولای شو ۳۲ امتیازونه لاس ته راوړي
د ننې شپې خپرونه د ځانګړي مېلمه، بېژن قندوزي له دوهمې ترسره کونې سره پای ته ورسېدل.
په بشپړه توګه د افغان ستوري د ۳۲ برخې لیدو لپاره، هیله کېږي لاندې لینک باندې کلیک کړئ!