د ټاکنیز پړاو څخه تېرېدنې وروسته ۱۲ غوره ګډون‎کوونکو د افغان‎ستورې د دې څپرکې پیلني پړاو ته لاره وموندل. په دې پړاو کې له خپل ستورو، د هغو ویناوو، او همدارنګه افغان‎ستورې کې د هغو د ګډون‎ د موخې په اړه لازیات آشنا کېږو. 

 

بابک محمدي، ۲۵ کاله وړاندې د ایران په مشهد ښار کې وزېږېدی، نوموړی په اصل کې د افغانستان د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی دی او د ۹ کلونو راهیسې یې دودیزې موسیقۍ ته مخه کړې. هغه د افغان‎ستورې مینه‎وال دی او د همدې لپاره یې دې څپرکې کې ګډون کړی. ښاغلی محمدي، اوس‎مهال د دې څپرکې د ۱۲ غورو ګډون‎کوونکو په ټولګه کې ځای لري. 

 

فرحان عدیل په ۱۳۷۳ کال کې د پاکستان په اسلام‎آباد ښار کې وزېږېدی. د نوموړي اصلي استوګنځی د افغانستان کندهار ولایت دی. هغه خپل لومړني زده‎کړې د حاجي‎عبدالقدیر په ښوونځي کې سر ته رسولي او اوس‎مهال د کابل په یوې خصوصي تحصیلي موسسې کې د «طب» په برخې کې په تحصیل بوخت دی. 

 

حشمت امینې، ۲۱ کلن ځوان، د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، نوموړي خپلې لومړني زده‎کړې د عبدالهادي داوي په ښوونځي کې سر ته رسولي. 

 

سیدجمال مبارز په ۱۳۷۳ کال کې د بامیان ولایت په ورس ولسوالۍ کې زېږېدلی. هغه د مزارشریف د عبدالعلي مزاري له ښوونځي څخه فارغ شو او له فراغت وروسته د یو سینګارکوونکي (سلمان) په توګه یې دنده پیل کړه. هغه «رپ» موسیقۍ پخپله زده کړې ده. 

 

قاسم جامې په ۱۳۶۹ کال کې د ایران په خاف ښار کې زېږېدلی. قاسم د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او خپلې لومړني زده‎کړې یې د وزیر یارمحمد خان الکوزي په ښوونځي کې پای ته رسولي. وروسته له هغه، نوموړي د هرات د تعلیم او تربیت پوهنځي ته لاره پیدا کړه او د انګلیسي ادبیاتو په برخې کې په زده‎‎کړو بوخت شو. قاسم ۶ کاله وړاندې، د موسیقۍ زده‎کړې پیل کړي دي. 

 

وحید رهام، ۲۳ کلن ځوان، د هرات د یوه خصوصي پوهنیزې موسسې د درمل‎پېژندنې له څانګې څخه فارغ دی. نوموړی په اصل کې د هرات ولایت اوسېدونکی دی او د یو کال راهیسې یې د موسیقۍ زده‎کړې پیل کړي. 

 

حکمت رضوان ۲۳ کاله وړاندې په جوزجان کې زېږېدلی او په اصل کې د هرات ولایت دی. هغه د ماشومتوب راهیسې د موسیقۍ سره مینه درلوده. محمد په خپل ویناوو کې وویل، «غواړم یو داسې سندرغاړی شم چې غږ یې د ټولو غوږونو ته ورسېږي.»

 

زلاله هاشمي په ۱۳۷۳ کال کې په ننګرهار ولایت کې وزېږېدل. هغې خپلې لومړني زده‎کړې د ناهید فرید په ښوونځي کې سر ته رسولي. 

 

شقایق رؤیا، ۲۴ کاله وړاندې په ایران کې وزېږېدل، نوموړې په اصل کې د پکتیا ولایت ده او د ایران د طب پوهنتون چاپېرپېژندنې  له څانګې څخه فارغ‎ شوې ده. هغه د آس‎سپرېدنې سره لېوالتیا لري او په ایران کې د ګیټار په برخې کې ښوونه کوي. 

 

محسن سلیمان یو ۲۶ کلن ځوان دی. نوموړی د هالند اوسېدونکی دی او په اصل کې د افغانستان دی. محسن د ۶ کلونو راهیسې موسیقۍ ته مخه کړې او ۱۲ کاله کېږي چې له وطن څخه جلا دی. 

 

خلیل یوسفي، ۳۲ کلن ځوان، د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی دی. هغه د ماشومتوب راهیسې د موسیقۍ په زده‎کړې کې بوخت شوی او وروسته د خپل استعداد د ودې او استوګنې لپاره سویس هېواد ته کډوال شو.. هغه وویل «زه د موسیقۍ سره مینه لرم او غواړم چې هېواد مې آزاده وي.»

 

مهرباني وکړئ د افغان‎ستورې اووهمې برخې بشپړ کلیپ نندارې او همدارنګه د ۱۲ ګډون‎کوونکو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلیک وکړئ.