د دې اونۍ د پایلو اعلان خپرونه د پاتې شویو ستورو له یوې ډېرې ښکلې ډله‎ییزې سندرې سره پیل شوه. په دوام کې، استاد ګل‎زمان له دودیزې موسیقۍ سره یوه ډېره ښکلې سندره ترسره کړه. استاد ګل زمان د افغانستان یو ډېر نامتو سندرغاړی او سندره جوړونکی دی. هغوی د خپرونې ځانګړي مېلمه وه.

 

لومړي هنرمند، د «اوبه درته راوړم» په نامه یوه ډېره نامتو فلکور پښتو سندره ترسره کړه. دوهمه هنرمنده، زېبا حمیدي، د «دا زموږ زېبا وطن» په نامه یوه پښتو رپ سندره ترسره کړه، دا سندره د ملنګ جان له جوړښتونو څخه ده. وروسته له هغه راشد آریا د «دا د آزادۍ خاوره» سندره ترسره کړه چې د څارونکو او د خپرونې د ځانګړي مېلمه له مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه.

 

سحر آرین هم د «بې دلداره مې» په نامه یوه نامتو سندره ترسره کړه څرنګه چې دا ترسره کونه د خپرونې د څارونکو د پام وړ وګرځېدل. وروسته له هغه، منصور آرین د «لکه باران» سندره، چې افغانستان د ستر سندرغاړي، جاوېد عمر له خوا جوړه شوې ده، ترسره کړه. 

 

د خپرونې پایلنې شېبې د هغه هنرمند لپاره ځانګړي شوې وې چې ټاکل شوې وه له خپرونې سره خدای پاماني وکړي. په پای کې، سحر آرین، د دې خپرونې استعداد لرونکې هنرمنده چې له «آذربایجان» څخه یې په دې خپرونې کې کډون کړی وو، حذفه شوه. خپرونه د سحر له وروستۍ ترسره کونې سره پای ته ورسېدل.