د افغان ستوري د دې اوونۍ خپرونه د افغانستان د ملي امنیت سرتېرو ته ځانګړې شوې وه. ۸ پاتو سندرغاړو، دا خپرونه د افغانستان د ملي امنیت د سرتېرو د کړنو څخه د قدردانۍ په موخه د یوه ډله‏ییز غږ سره پیل کړه. د دې خپرونې ځانګړي مېلمانه د هېواد د نظامي نیروګانو یو شمېر خلک ول.

 

د دې اونۍ لمړنۍ دوه کسیزه سندره شفیع شیرزي او منصور آرین ترسره کړه. هغوی د هېواد د ستر سندرغاړي، شفیق مرید یوه هېوادنۍ سندره ترسره کړه داسې چې دا ترسره کونه د څارونکو د هڅونې او تایید وړ وګرځېده. په دوام کې، تواب نوري او حبیب الله فاني په سټېج ښکاره شول او د داوود سرخوش، سیمه‏‏ییز سندرغاړي، یوه هېوادنۍ سندره یې ترسره کړه.

 

سحر آرین او زیبا نوري، په خپرونه کې ۲ پاتې مېرمنې چې په بېلابېلو بڼو سندرې وایي، د نن شپې په خپرونه کې یوه ښکلې ترسره کونه نندارې ته کېښوده. هغوی د « جرجو» په نوم یوه سیمه ییزه سندره ترسره کړه چې په سالون کې د شته کسانو د هڅونې او د خپرونې د څارونکو د تایید سره مخامخ شوه.

 

د خپرونې په وروستنیو شېبو کې، زیبا حمیدي، سحر آرین، شفیع شیرزی، او حبیب الله فاني، هغه کسان چې د ګواښ په سیمه کې ول او د خپرونې څخه د حذف په درشل کې وو، د پایلې د پوهېدو لپاره ډېر لېوال وو. په پای کې، حبیب الله فاني هغه سندرغاړی وو چې له خپرونې څخه یې خدای په اماني وکړه.

 

د افغان ستوري د ‍۱۸ څپرکي او د ۸ غورو د پایلو د اعلان پړاو د بشپړ لیدلو لپاره په لاندېني لینک کلیک وکړئ.