د دې اونۍ خپرونه هم، بیاځلي د «بری له ځانه سره راوړئ» په نوم یوې ښائسته ډله‎ییزې سندرې سره پیلېږي. دا سندره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پرلپسې بریاوو په ویاړ ترسره کېږي. 

 

سحر آرین او راشد آریا، لومړي ستوري وه چې د ستر افغان سندرغاړي، داوود سرخوش «یا مولا علي» سندره یې په غبرګولې توګه ترسره کړه. دا ترسره کونه د آریانا سعید له خوا ډېر د ستاینې وړ شوه په داسې حال کې چې عبید جوینده پرې نیوکه وکړه.

 

وروسته له هغه، شفیع شیرزی او منصور آرین پر صحنې باندې ښکاره شوه او د عبید جوینده «وقتې با هم دو دل مقبول مېشه» سندره یې ترسره کړه چې دا ترسره کونه، د ټولو څارونکو د رضایت وړ شوه.

 

د ننې شپې دریمه غبرګولې سندره جاوېد سمیر او زېبا حمیدي ترسره کړه. هغوی د «نازیګک په نوم» د قیس الفت سندره ترسره کړ ه چې دا ترسره کونه د دوو څارونکو، او په سالون کې د ننداره‎چیانو له خوا ډېره خوښه شوه. په همدې توګه، حبیب الله فاني، اشکان عرب، او تواب نوري د ننې شپې پایلنې سندره ترسره کړه.

 

په پای کې، څارونکي او په سالون کې حاضر ننداره‎چیان د پایلې اعلان په تمه وه. منصور آرین، تواب نوري، او جاوېد سمیر، هغه هنرمندان وه چې د خطر په ساحې کې یې ځای درلود. ټولو د پایلې اعلان لپاره شېبې شمېرلې او په پای کې، جاوېد سمیر وو چې له خپرونې سره یې خدای پاماني وکړه او خپل پلویان یې ناهیلې کړه.

 

په بشپړه توګه د ۱۶ برخې لیدو لپاره او همدارنګه د ۹ غورو ستورو په اړه لا زیات پوهېدو لپاره، هیله کېږي لاندې لېنک باندې کلېک کړئ!