د پایلو اعلان خپرونې د دې اونۍ موضوع د کارګر اونۍ وه! دا خپرونه د کابل ښاروالې موسیقۍ ډلې یوې غوره ترسره کونې سره پیل شوه، او وروسته له هغه، افغان ستورو یوه ډله‎ییزه ترسره کونه درلوده چې په سالون کې ننداره‎چیانو ډېر خوند ترې واخیست او خپل ستوري یې زیات وهڅول.

 

د ستورو ډله‎ییزې ترسره کونې وروسته، رامین پوپل او جاوېد سمیر لومړی ستوري وه چې قطغني سندره یې ترسره کړه. د هغو پسې، سحر آرین او شفیع شیرزی یوه غبرګولې سندره ترسره کړه چې د خپرونې څارونکي، سیدا ګل مینا له خوا، ډېره وستایل شوه.

 

حبیب الله فاني او اشکان عرب د «عاشق شدي لیلي» ښائسته هراتي سندره ترسره کړه چې یاده سندره په افغانستان کې ډېر زیات مینه وال لري. په همدې توګه، تواب نوري او راشد آریا د هېواد لوی او محبوب سندرغاړي فرهاد دریا «بلندي ها» سندره ترسره کړه. 

 

او بلاخره، منصور آرین او زیبا نوري د «خنده کو» ښکلې او په زړه‎پورې سندره ترسره کړه او باید وویل شي چې د خپرونې څارونکې، آریانا سعید په آند، په افغان ستوري کې دا د هغوی تر ټولو غوره ترسره کونه وه.

 

په وروستیو شېبو کې رامین پوپل له خپرونې څخه حذف شو او د افغان ستوري پر سټېج باندې یې خپله وروستې سندره ترسره کړه.

 

د ۱۰ غورو پایلو اعلان خپرونې په اړه د لا زیات پوهېدو لپاره او دا چې د افغان ستوري په ۱۴ برخې کې څه پېښې رامنځ ته شوې، لاندې لېنک باندې کلیک کړئ تر څو دا برخه په بشپړه توګه ننداره کړئ.