د افغان ستوري په یوولسم څپرکې کې، زموږ ټیم د بلخ ولایت ته سفر وکړ، هغه ولایت، چېرته چې د خلکو د احترام وړ ښار، مزار شریف په کې شتون لري. په دې برخې کې، دا ډاډ تاسو ته ورکوو چې تر ټولو غوره استعدادونه، په خپرونې کې د ګدون شانس لاس ته راوړي، څرنګه چې استعداد لرونکی ځوان، پنجشنبه مفتون، د خپل ښکلي غږ سره وټاکل شو. هغه هم په تېر کال کې د مزارشریف څخه د ګډون‎کوونکي په توګه دې خپرونې کې شتون درلود او حتا تر پایلني پړاو پورې هم مخ ته ولاړی او دوهم مقام یې خپل کړ. په تېر څپرکې کې، موږ د مزارشریف څخه ګڼ شمېر ګډون‎کوونکي درلودل په داسې حال کې چې په دې څپرکې کې، د صلګونو داسې لېوالانو د ګډون شاهدان وو چې په وروستي پړاو کې د ټاکل کېدنې او د ګډون شانس لاس ته راوړنې هیله یې درلودل.

 

د ترسره کونې او د سیالۍ په ټول بهیر کې، څارونکو خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړې او د ډېر د احترام سره یې د ګډون‎کوونکو سره پر ځان د باور، د موسیقۍ پوهې، او تر ټولو زیات، د غږ سوچه‎والې ټکې شریکې کړې. دا ټکې باید د ګډون‎کوونکو له خوا په پام کې ونیول شي.

 

یو ځوان چې ۷ کاله د موسیقۍ په تمرین کې بوخت وو، حبیب الله فاني، په افغان ستوري کې د ګډون په موخه یې دې خپرونې کې شتون درلود. هغه د «بیا تا قدر یکدیګر بدانیم» سندره ترسره کړه چې دا ترسره کونه د څارونکو د مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه. په دوام کې، د عبدل کبیر کپچه په نوم د یوه ستړي سړي د ترسره کونې شاهدان وو؛ هغه د روسي سندرو ترسره کونې سره څارونکي حیرانه کړه مګر په پای کې کله چې د وروستي پړاو لپاره و نه ټاکل شو، ډېر زیات خپه او غوصه شو.

 

فریحه نظري، په دې خپرونې کې یوازینې ښځینه ګډون‎کوونکې، کومه کسه چې غواړي نه یوازې په افغانستان کې، بلکه په ټوله نړۍ کې نامتو شي، د افغان ستوري د یوې پخوانې ستورې، لطیفه عزیزي، سندره یې ترسره کړه. دا ترسره کونه د څارونکو د خوښې وړ شوه او هغوی وروستي پړاو ته د ګډون کارټ هغې ته ورکړ.

 

د دوهمې برخې د نورو ځانګړتیاوو د لیدو لپاره، لاندیني ویډیو باندې کلیک وکړئ او دا برخه په بشپړه توګه ننداره کړئ.