![](https://m.afghanstar.tv/sites/default/files/styles/img_683_271/public/Afghan%20Star%20S13%20ep%206%20%281%29.jpg?itok=T_0HMgwj)
د نن شپې خپرونې کې، د سلګونو هغو ګډوونکو څخه چې د دې پړاو لپاره ټاکل شوي وه، یوازې ۲۴ ګډونکوونکو فرصت ترلاسه کړ تر څو په افغانستان کې د سندرغاړۍ تر ټولو سترې خپرونې (د افغانستورې) دې پړاو کې ښکاره شي. مګر وړاندې له دې چې هغوی وکولای شي نامتووالې او ویاړ ته ورسېږي، د دې پړاو ستونزې د هغو په تمه دي.
د ۲۴ غوره ګډونکوونکو څخه، یوازې ۱۲ هنرمندان دا چانس لري ترڅو وروستي پړاو ته لاره ومومي. هر ګدونکوونکی یوازې ۲ دقې وخت لري تر څو وکولای شي څارونکي تر خپل اغېزې لاندې راولي او د ۱۲ غوره پړاو ته لاره ومومي. هغوی باید د زړه له کومې خپلې سندرې ترسره کړي تر څو د افغانستورې مقام ترلاسه کونې چانس له لاسه ور نه کړي. د افغانستورې دا برخه د هغو آوازونو لپاره یو ګران او ستونزمن پړاو ګڼل کېږي چې تر اوسه هیڅکله نه دي اورېدل شوي.
په پای کې د افغانستورې د دې څپرکې ۱۲ غوره ګډونکوونکو جوت کېدنې وخت راورسېد. مهرباني وکړئ د افغانستورې د دې پړاو بشپړ ویډیوکلیپ نندارې لپاره لاندې لېنک باندې کلیک وکړئ!