د کاوه اکبري سره خدای پامانۍ وروسته، اوس دې خپرونې کې د ۱۱ غورو د سیالۍ شاهدان یو. دې خپرونې کې ستورو د خپل خوښې سره سم سیمه‎ییزې افغاني سندرې ترسره کړې.

 

دا خپرونه د جاوېد سمېر پاروونکې ترسره کونې سره پیل شوه، چې ورپسې اشکان عرب له خپل غوره ترسره کونې سره خپرونه رنګینه کړه. څارونکي د هغو له ترسره کونې څخه رضایت وښود، خو د کلماتو اداینې او د احساس نه شتون سربېره، ځینې ضعفونو ته یې هم ګوته ونیوله. 

 

زیبا حمیدي، د دې خپرونې یوازینې رَپ ویونکې، د خپل غوره ترسره کونې سره ننداره‎چیان حیران کړه، مګر پر اصولو باندې زموږ ټینګ ولاړ څارونکو د هغې په ترسره کونې ګڼ شمېر منفي ټکې په ګوته کړې او د ټوله‎ییزو ۴۰ شمېرو څخه یې، هغې ته یوازې ۱۳ شمېرې ورکړې چې د نورو ګډون‎کوونکو په پرتله تر ټولو کمې شمېرې وې. شریف شیرزی د «قد بالا ناز کو» سندره ترسره کړه او و یې کولای شو د ۴۰ ټوله‎ییزو شمېرو څخه، ۳۱ شمېرې تر لاسه کړي، مګر هغه وویل چې د بشپړو شمېرو تمه یې درلوده. 

 

اشکان عرب، د «دلبر شوخ رنګ» یوه هراتي فلکلور سندره ترسره کونې لپاره غوره کړې وه. څارونکي د هغه له ترسره کونې څخه راضي وه او هغه وکولای شو د دې خپرونې تر ټولو زیاتې شمېرې لاس ته راوړي. حبیب الله فاني بل استعداد لرونکی ګډون‎کوونکی، د «اګر آهې کشم» سندره ترسره کړه او د هغه ترسره کونه د څارونکو له مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه. 

 

سحر آرین د خپل فلکوریک ترسره کونې سره تر ټولو زیاتې شمېرې له څارونکو څخه ترلاسه کړې. وروسته، منصور آرین د خپل بې سارې غږ او دودیزو جامو سره سټېج باندې ښکاره شو. هغه یو ښه پیل درلود، مګر له خواشینۍ سره چې د ترسره کونې په منځ کې یې شعر هېر کړ چې په پایلې کې یې له څارونکو څخه ډېرې کمې شمېرې لاس ته راوړې. قاسم شاهد د خپل غوره ترسره کونې سره څارونکي په نڅا کړه او له ټولو څارونکو څخه یې ۷ او ۸ شمېرې تر لاسه کړې.

 

په پای کې، رامین پوپل د دل‎آغا سرور یوه سندره ترسره کړه چې د موسیقۍ په برخې کې د هغه الګو (سرمشق) دی، او تواب نوري د آریانا سعید یوه سیمه‎ییزه سندره ترسره کړه، چې و یې کولای شو د خپرونې څارونکي خوشاله کړي. د راتلونکې اونۍ د دوو خپرونو لیدو لپاره چمتو ووسئ! 

 

د افغان ستوري ۱۱ غورو خپرونې په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره، او دا چې د خپرونې په لړ کې نورې څه پېښې رامنځ ته شوې، هیله کېږي چې د دې خپرونې بشپړې ویډیو لیدو لپاره لاندې لېنک باندې کلیک وکړئ.