د افغان‎ستوري په دې څپرکې کې د زرګونو لومړني ګډون‎کوونکو څخه اوس یوازې ۲ هنرمنده پاته دي تر څو په وروستي پړاو کې له یو بله سره سیالۍ وکړي. ظاهر باختري، د افغانستان نامتو سندرغاړی او سندره‎جوړوونکی، د دې خپرونې ځانګړی مېلمه وو. د ننې شپې لومړې ترسره کونه، د «به خدای خود چې ګویم» په نامه یو ډېر ښکلی غزل وو چې له دودیزې موسیقۍ سره د خپرونې د ځانګړي مېلمه له خوا ترسره شو

 

لومړی هنرمند چې صحنې باندې ښکاره شو، حبیب الله فاني وو. حبیب الله د «از ان روزهای پر غم» په نامه یوه سندره ترسره کړه، څرنګه چې د څارونکو د نیوکې سره مخامخ شوه او د دې ترسره کونې پر وړاندې، هغه له ۴۰ امتیازونو څخه یوازې ۳۴ امتیازونه خپل کړه. وروسته له هغه، اشکان عرب د «بیا که ګیریه کنیم» په نامه یوه سندره وړاندې کړه، دا ترسره کونه د څارونکو له ډېرو مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه، څرنګه چې هغوی د دې ترسره کونې پر وړاندې ۴۰ بشپړ امتیازونه ورکړه

 

دا خپرونه د ځانګړي مېلمه، ظاهر باختري له خوا د «خراب روی تو ام» په نامه یوې ښکلي فلکلور افغاني سندرې سره پای ته ورسېدل چې بیا هم دودیزه موسیقۍ په کې کارول شوې وه

 

په بشپړه توګه د افغان‎ستوري ۳۱ برخې، د ۲ غورو خپرونې لیدو لپاره هیله کېږي لاندې لېنک باندې کلیک کړئ!