د افغان‎ستوري ډلې دې اونۍ د ۳ غورو پایلو اعلان خپرونه د ښځو نړیواله ورځې لپاره ځانګړې کړې وه څرنګه چې د خپرونې یوازینې ښځېنه څارونکې، آریانا سعید له ترسره کونې سره پیل شوه.

 

وروسته له آریانا سعید، لومړی هنرمند چې پر سټېج باندې ښکاره شو، اشکان عرب وو. هغه د وحید قاسمي له اثرونو څخه د «مادر» په نوم یوه سندره ترسره کړه چې د څارونکو له مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه. وروسته له هغه راشد آریا د «مادر من» په نامه د احمد ظاهر یوه سندره ترسره کړه.

 

حبیب الله فاني، د ننې شپې وروستي هنرمند، د «مادر مرا ببخش» په نوم یوه بله سندره ترسره کړه چې د څارونکو له ډېرو مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه.

 

په پای کې، راشد آریا له تر ټولو نه کمو رأیو لاس‎ته راوړه سره له خپرونې څخه حذف شو او د «ای نګاه روشنت» په نوم یوه سندره یې د وروستي ځل لپاره د افغان‎ستوري پر سټېج ترسره کړه.

 

په بشپړه توګه د افغان‎ستوري د ۳۰ برخې، ۳ غورو پایلو اعلان خپرونې د لیدو لپاره هیله کېږي لاندې لېنک باندې کلېک کړئ!