د دې څپرکي د وروستي ستوري پېژندنې لپاره زیاته موده نه ده پاته، څرنګه چې د دې برخې په پای کې یوازې ۳ هنرمندان د افغان‎ستوري لقب د لاس ته راوړو لپاره سیالۍ کوي او دا سیالۍ هره اونۍ لا هم په‎زړه‎ پورې کېږي. ۴ وروستي ستورو، د دې اونۍ خپرونه د «بیا ملک پنجشیر برویم» په نامه د یوې هیجانوونکې سندرې ټوله‎ییزې ترسره کونې سره پیل کړه، دا سندره د خالد کیهان له کارونو څخه ده.

 

«منصور آرین»، د دې برخې لومړۍ انفرادي سندره ترسره کړه، هغه د خالد خلوت له اثرونو څخه د «درون سینهء تنګم» په نامه یوه سندره وړاندې کړه چې په پرلپسې توګه د دوو څارونکو، قیس الفت او عبیدجوینده له خوا د نیوکې او تأیید وړ شوه.

 

وروسته له هغه، «حبیب الله فاني» د افغانستان یو نامتو سندرغاړي، فرهاد دریا له اثرونو څخه د «بې‎نوایي» سندره ترسره کړه. د حبیب الله ترسره کونه د څارونکو د خوښې وړ شوه. دریم هنرمند، «راشد آریا» وو چې د روح‎الله عصمتي له اثرونو څخه یې د «این بار ناګزیر» په نامه یوه سندره ترسره کړه څرنګه چې دا ترسره کونه د څارونکو د رضایت او تأیید وړ شوه.

 

د دې برخې وروستی هنرمند، «اشکان عرب» وو چې د خپل ترسره کونې سره یې یو ځل بیا هم څارونکي حیرانه کړه. هغه د اختر شوکت له اثرونو څخه د «من آن درخت عشقم» په نامه یوه سندره ترسره کړه.

 

وروسته له دې ترسره کونې، د پایلو اعلان وخت ورسېد. په صالون کې د ټولو ننداره‎چیانو زړونه ناکراره وه او د دې برخې د هیجان له امله ټوله په خاموشۍ کې ډوب شوي وه. په پای کې، منصور ارین وو چې د ټولو په پرتله یې کمې رأیې لاس ته راوړي وې او له خپرونې څخه حذف شو. د افغان‎ستوري پر سټېج د منصور آرین وروستې ترسره کونه د «دلبرم دلبر» په نامه یوه سندره وه.