د ۴ غورو په پړاو کې، زموږ ځانګړی مېلمه، د افغانستان یو غوره او مخینه‎لرونکی سندرغاړی، وحید قاسمي وو. په دې پړاو کې ټولو ګډون کوونکې د نوموړي سندرغاړي یو اثر نندارې ته وړاندې کړ.

 

وحید قاسمي د ننې شپې خپرونه له یوې ښکلې پښتو سندرې سره پیل کړه چې له هغه پسې راشد آریا د «با تو پر ترانه میشود دلم» سندره په ښه توګه ترسره کړه او ترسره کونې څخه یې ۳۶ امتیازونه لاس ته راوړه.

 

دوهم هنرمند، منصور آرین وو چې د وحید قاسمي یو اثر، د «دختر زرګر» سندره یې ترسره کړه، د خپرونې څارونکو منصور ته هم ۳۶ امتیازونه په پام کې ونیول. د «ای دل مرو سوی خطر» نامتو سندره، د ننې شپې دریم هنرمند، حبیب الله فاني، له خوا ترسره شوه. حبیب الله له دې ترسره کونې سره ۴۰ امتیازونه ترلاسه کړه.

 

اشکان عرب د «دل آدم به خدا آدم را رسوا میکند» سندره وویل، څرنګه چې له دې ترسره کونې څخه یې بشپړ امتیازونه او همدارنګه د څارونکو مثبتې ویناوې ترلاسه کړې.

 

د خپرونې په پای کې، بیا هم وحید قاسمي خپل یوه بله ښکلې سندره نندارې ته وړاندې کړه.

 

په بشپړه توګه د افغان‎ستوري ۲۷ پړاو او د ۴ غورو خپرونې لیدو لپاره، هیله کېږي لاندې لېنک باندې کلیک کړئ.