۵ وروستي ګډون‎کوونکو – زیبا حمیدي، اشکان عرب، حبیب‎الله فاني، راشد آریا، او منصور آرین – د ننې شپې د پایلو اعلان خپرونه د « دیار نازنین من» په نامه یوې ښکلې ډله‎ییزې سندرې سره پیل کړه.

 

حبیب‎الله فاني هغه لومړی ستوری وو چې پر صحنې باندې ښکاره شو او د استاد خیال له اثرونو څخه، د «آمده بودي» په نامه یوه سندره ترسره کړه. آریانا سعید، د خپرونې یوازینې ښځینه څارونکې، دا ترسره کونه له مثبتو ویناوو سره د تأیید وړ وګڼل. دوهمه ترسره کونه یوه رپ سندره وه چې د زیبا حمیدي له خوا وړاندې شوه، څرنګه چې د هغې ترسره کونه هم، د څارونکو له خوا خوښه شوه. په دوام کې، منصور آرین د «افسانه» سندره ترسره کړه چې تر یو حده پورې د څارونکو د رضایت وړ وګرځېدل.

 

راشد آریا، څلورم هرمند وو چې د «چون درخت فروردين» په نامه یوه ډېره نامتو سندره یې ترسره کړه. دا سندره د افغانستان ستر سندرغاړي، احمدظاهر، له اثرونو څخه ده. راشد دا سندره دومره غوره ترسره کړه چې څارونکي او په سالون کې حاضر مېلمانه یې په حیرانۍ کې ډوب کړه.

 

د ننې شپې وروستې ترسره کونه د اشکان عرب وه چې د «چقدر سخت است خدایا» سندره یې ترسره کړه، څرنګه چې و یې کولای شو له خپل ترسره کونې سره، د خپرونې یو څارونکي، عبید جوینده، مثبتې ویناوې لاس ته راوړي.

 

د ستورو د ترسره کونو وروسته، په سالون کې حاضر ننداره‎چیان او همدارنګه ټوله وروستي ۵ ګډون‎کوونکي د پایلو اعلان په تمه وه. په پای کې، د دې څپرکې یوازینې رپ ویونکې مېرمن، زیبا حمیدي د تر ټولو نه کمو رأیو په درلودو، له خپرونې سره خدای‎پامني وکړه.

 

په بشپړه توګه د افغان‎ستوري ۲۶ پړاو او د ۵ غورور پایلو اعلان خپرونې د لیدو لپاره، هیله کېږي لانډې لینک باندې کلیک کړئ!