د افغان‎ستوري د ۵ غورو پړاو ځانګړی مېلمه، یو نامتو افغان شاعر او لیکوال، ډاکټر سمیع حامد، وو. هغوی د ګډون‎کوونکو د ترسره کونې په اړه خپل مثبتې ویناوې وړاندې کړې او د خپرونې تر پایه یې ملتیا وکړه.

 

دا خپرونه د پاتې شوي ۵ غورو ستورو له یوې ډله‎ییزې سندرې سره پيل شوه. وروسته له دې ترسره کونې، قیس الفت، د خپرونې یو څارونکی پر صحنې باندې ښکاره شوه او د هېواد په ویاړ یې یوه هیجانوونکې سندره ترسره کړه؛ یوه داسې سندره چې ټوله یې حیران او غلي کړه.

 

اشکان عرب لومړی ګډون‎کوونکی وو چې د ننې شپې انفرادي ترسره کونه یې پيل کړه. اشکان د «برو صدا کو بارانه» په نامه یوه سندره ترسره کړه مګر دا ترسره‎کونه د څارونکو د پام وړ و نه ګرځېدل. که څه هم، په ټوله‎ییزه توګه د هغه ترسره کونه د خپرونې د ځانګړي مېلمه له مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه. وروسته له اشکان، زېبا حمیدي یوه رپ سندره ترسره کړه و یې کولای شو له ۴۰ امتیازونو څخه، ۳۱ امتیازونه ترلاسه کړي.

 

دریم ګډون‎کوونکی چې پر صحنې ښکاره شو، منصور آرین وو. هغه د «وقتې قلم زن قلم مېزنه» په نامه یوه سندره ترسره کړه، څارونکو د هغه ترسره کونې ته ۲۸ امتیازونه ورکړه او په دې توګه منصور د دې اونۍ تر ټولو ټیټ امتیازونه لاس ته راوړه. وروسته له هغوی، سحر آرین د «سر شام لب بام میبرایم» په نامه یوه سندره ترسره کړه، څرنګه چې دا ترسره کونه د مېلمه له مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه. سحر له دې ترسره کونې سره ۲۹ امتیاوزنه خپل کړه.

 

په پای کې، راشد آریا وروستی ګډون‎کوونکی وو چې پر صحنې ښکاره شو او د «در خیابان نالۀ فرخنده ها» سندره یې ترسره کړه. راشد ۳۴ امتیازونه لاس ته راوړه چې د ننې شپې تر ټولو زیات امتیازونه وه او دا د دې لامل شو چې خپله سندره د دوهم ځل لپاره هم ترسره کړي.

 

په بشپړه توګه د افغان‎ستوري ۲۱ پړاو د لیدو لپاره، هیله کېږي لاندې لېنک باندې کلیک کړئ!