په دې برخې کې د ۸ ګډون‎کوونکو د ترسره کونې شاهدان یو. خپرونه یوې ښکلې پښتو ترسره کونې سره پیلېږي، څو پرلپسې سندرې چې د دودیزې افغاني موسیقۍ سره د خپرونې څارونکې، آریان سعید له خوا ترسره کېږي. د ترتیب پر اساس، سحر آرین لومړۍ او راشد آریا په پای کې سټېج باندې ښکاره کېږي. په دې خپرونې کې، ستورو له خپل سندرو سره څارونکي حیرانه کړه څرنګه چې اشکان عرب د «بدخشان» په نوم یوې سندرې سره، وکولای شو په دې خپرونې کې د لومړۍ ځل لپاره، ۴۰ بشپړ امتیازونه تر لاسه کړي.

 

منصور آرین یوه قطغني سندره ترسره کړه چې دومره د څارونکو د پام وړ نه شوه؛ هغه تر ټولو لږ امتیازونه تر لاسه کړه. زېبا حمیدي، د افغان ستوري دې څپرکې یوازینې رپ ویونکې، د بېژن ظفرمل یوه رپ سندره ترسره کړه او و یې کولای شو په دې پړاو کې خپل تر ټولو زیات امتیازونه لاس ته راوړي.

 

د دې پوهېدو لپاره چې په راتلونکې اونۍ کې څوک حذفېږي، زموږ سره ووسئ!

 

په بشپړه توګه د افغان ستوري ۱۷ برخې لیدو لپاره او همدارنګه د غورو ۸ ستورو سره لا زیات پېژندګلوي لپاره، هیله کېږي لاندې لېنک باندې کلیک کړئ!