د افغان ستوري ۹ غورو خپرونه د سیدا ګل مینا عالي او ښائسته ترسره کونې سره پیل شوه او ورپسې مصطفا عزیزیار، د خپرونې کوربه، اعلان کړه چې آریانا سعید به د راتلونکي اونۍ په خپرونې کې یوه سندره ترسره کړي.

 

حبیب الله فاني لومړی ستوری وو چې سټېج باندې راغی او یوه ښائسته سندره یې ترسره کړه، مګر و یې نه شو کولای بشپړ امتیازونه لاس ته راوړي. د هغه پسې اشکان عرب دوهم ګډون کوونکی وو چې د «زوق و شوق من هنر بود» سندره چې پخپله یې کمپوز کړې ده، ترسره کړه. وروسته، سحر آرین د یو نامتو او غوره افغان سندرغاړي، ظاهر هویدا، سندره ترسره کړه مګر د خپرونې څارونکو د هغې په ترسره کونې نیوکه وکړه او هغې وکولای شو له ۴۰ بشپړو امتیازونو څخه ۳۱ امتیازونه لاس ته راوړي.

 

راشد آریا، یو له هغو ګډون‎کوونکو څخه چې تېره شپه د خطر په ساحې کې وو، د خپل غوره ترسره کونې لپاره یې له څارونکو څخه تر ټولو زیات امتیازونه لاس ته راوړه. هغه د هېواد محبوب سندرغاړي فرهاد دریا «مرو کې تنها مېشم از غم» سندره ترسره کړه. د هغه پسې، جاوېد، سمیر، زیبا نوري، منصور آرین او شفیع شیرزی خپلې سندرې ترسره کړې او د څارونکو مثبتې ویناوې یې تر لاسه کړې.

 

باید وویل شي چې د خپرونې په پای کې تواب نوري د «غم بې حیا» سندره ترسره کړه چې په سالون کې د نندراه‎چیانو له خوا ډېره وستایل شوه مګر تواب نوري و نه شو کولای د څارونکو مثبتې ویناوې لاس ته راوړي.

 

د ۹ غورو په اړه لا زیات پوهېدو لپاره او دا چې د افغان ستوري په ۱۵ برخې کې څه تېر شوه لاندې لینک باندې کلیک کړئ تر څو د افغان ستوري دا برخه په بشپړه توګه ننداره کړئ.