دې اونۍ کې، دوو ولایتونو ننګرهار او کندهار ته روانېږو، هغه ولایتونه چې زیاتره خلک یې د موسیقۍ او موسیقي پوهانو سره مخالف دي مګر سلګونه استعداد لرونکي ګډون‎کوونکي د خپل موسیقایي وړتیا د ښکاره کولو او خلکو ته د سندرو ویلو لپاره، د انتظار په صف کې درېدلي.

 

د خپرونې لومړی ۳۰ دقې د ننګرهار ټاکنیز پړاو لپاره ځانګړي شوې. «شمس الله»، د ملي اردو سرتېری، هغه کس چې کلونه یې په مورچل کې سندرې تمرین کړي، د نامتو کېدو او خپل هېوادوالو ته د سندره ویلو لپاره په دې خپرونې کې ګډون کړی. «زلیخا یوسف زی» هغه نجلۍ چې کورنۍ یې د موسیقي سره ډېر ښه نه دي، یوه پښتو سندره ترسره کړه چې دا ترسره کونه د څارونکو ډېر زیات هڅونې سره مخامخ شوه.

 

وروسته له هغه د کندهار ګډونکوونکو وار ورسېد. «میلاد»، هغه ځوان چې د ۷ کلونو لپاره یې موسیقي تمرین کړې، د دې ولایت ټاکنیز پړاو، د «ستا د سترګو بلا واخلم» سندرې سره پیل کړه، دا سندره د لطیف ننګرهاري له کارونو څخه ده. د میلاد ترسره کونه څارونکي اغېزمن نه کړه مګر په هر حال کې هغه وروستي پړاو ته د ګډون کارټ ورڅخه ترلاسه کړ. زید حمید، بل ځوان چې د کندهار له ولایت څخه وو، د افغانستان د موسیقۍ ستر استاد، احمد ولي، یوه سندره ترسره کړه. دا ترسره کونه څارونکي حیرانه کړه څرنګه چې هغه وروستي پړاو کې د ګډون چانس ترلاسه کړ.

 

کېدای شي، د دې برخې تر ټولو حیرانوونکې شېبه دا وه چې پام مو شو، عبد القادر شمال، یو منځني عمر سړی، د ننګرهار په ټاکنیز پړاو کې د ګډون لپاره، ۱۰۰۰ کلومټره لاره د بدخشان څخه مځل کړې ده. هغه د خپل موسیقۍ دودیزې آلې سره یوه عالي سندره ترسره کړه څرنګه چې څارونکي د هغه تر اغېزې لاندې ولاړه.

 

د څلورمې برخې د ځانګړتیاوو د لیدو لپاره، لاندینې ویډیو باندې کلیک کړئ او دا برخه په بشپړه توګه ننداره کړئ.