په دې اونۍ کې د پیلنیز پړواونو د تېرولو وروسته، ۱۶۰ غوره ګډون‎کوونکي د دې پړاو څخه تېرېدو او د ۲۴ غورو پړاو ته د رسېدو په هیله کابل ته راغلل او له یو بله سره یې سیالۍ وکړې. په دې پړاو کې هغوی په ۴ ډلو وېشل شوي وه.

 

په یوې داسې ګرانې سیالۍ کې، هیڅ شی د وړاندوینې وړ نه ده!

 

له لومړي ډلې نه، جاوېد سمیر، د هرات ولایت څخه، وکولای شو د خپل ترسره کونې سره څارونکي اغېزمن کړي. څارونکو داسې فکر کاوه چې هغه باید په وروستي پړاوونو کې پر خپل نفس لازیاتره اعتماد ولري. د دې ډلې څخه دوهم کس، محمد مصور وو چې ترسره کونه یې د څارونکو د نیوکې سره مخامخ شوه. په پای کې، د لومړۍ ډلې څخه یوازې بهرام بخشي، سمیر صادقي، شیلا شیرزاد، او جاوېد سمیر، هغه کسان وه چې و یې کولای شو وروستي پړاو کې د ګډون چانس ترلاسه کړي.

 

د دوهمې ډلې څخه، سحر آرین، ښځینه ګډون‎کوونکې چې د آذربایجان څخه یې دې خپرونې کې ګډون کړی وو، د خپل ښکلي غږ او غوره ترسره کونې سره څارونکي تر تأثیر لاندې راوستل. له دې ډلې څخه، حکمت رضوان، اشکان عرب، شفیق صدیقي، او سحر آرین وکولای شو د ۲۴ غورو پړاو ته لاره ومومي.

 

د درېمې ډلې څخه، زېبا حمیدي، ښځینه ګډون‎کوونکې چې د بدخشان ولایت څخه یې دې خپرونې کې ګډون کړی وو، د خپل رپ ترسره کونې سره څارونکي حیرانه کړه. کاوه اکبري، چې د آلمان څخه یې دې خپرونې کې ګډون کړی وو، د نامتو افغان سندرغاړي، فرهاد دریا سندرې ترسره کونې سره، څارونکي تر خپل تأثیر لاندې راوستل او و یې کولای شو وروستي پړاو کې د ګډون چانس ترلاسه کړي.

 

څلورمې ډلې څخه، هغو کسانو چې وکولای شو د ۲۴ غورو پړاو کې د ګډون چانس ترلاسه کړي، هر یو: احمد قیس تاجزاده، حمید عثماني، رامین پوپل، منصور آرین وه چې په ترتیب د آسټرالیا، کابل، مزار او هرات څخه یې دې خپرونې کې ګډون کړی وو.

 

راتلونکې اونۍ سیالۍ لا ګرانېږي، دا خپرونه له لاسه مه ورکوئ!

 

د ۱۶۰ غورو پړاو بشپړې ویډیو د لیدو لپاره، لاندیني لېنک باندې کلېک وکړئ.