د ۱۰ غورو پړاو د«پیروزي از آن ماست» سندرې غوره ډله‎ییزې ترسره کونې سره پيلېږي چې هم څارونکو او هم ګډون‎کوونکو د هغه په ترسره کونې کې برخه درلوده او دا سندره د افغانستان کرکټ او فوټبال ملي لوبډلو وروستیو لاس ته راوړنو په ویاړ ترسره شوه.

 

 

په دې خپرونې کې ګډون‎کووکو په خپله خوښه سندرې غوره کړي وې تر څو پر سټېج باندې یې ترسره کړي. تواب نوري لومړی ګډون‎کوونکی وو چې د افغانستان نامتو سندرغاړي، فرهاد دریا «به لب حرف و به دل فریاد دارم» سندرې سره سټېج باندې ښکاره شو. او ویې کولای شو د ۴۰ ټوله‎ییزو شمېرو څخه ۳۳ شمېرې ترلاسه کړي. وروسته له هغه، د دې خپرونې یوازینې رَپ ویونکې، زیبا حمیدي پر سټېج باندې ښکاره شوه چې د خپل غوره ترسره کونې سره یې وکولای شو د څارونکو مثبتو ویناوو ترلاسه کونې سره، درې ۱۰، او یو ۷ ترلاسه کړي.

 

رامین پوپل د «حال دلم با کي ګویم» یوه غزل سندره ترسره کړه او و یې کولای شو د څلور څارونکو څخه ۳۵ شمېرې ترلاسه کړي. شفیق شېرزی د سږ کال تر ټولو ځوان ګډون‎کوونکي هم د شریف دیدار یوه غزل سندره ترسره کړه او له څارونکو څخه یې ۲۹ شمېرې تر لاسه کړې. وروسته بیا، اشکان عرب یوه ښائسته هراتي سندره ترسره کړه و یې کولای شو ۳۷ شمېرې لاس ته راوړي.

 

سحر آرین پنځمه ستورې وه چې پر سټېج باندې ښکاره شوه او د افغانستان نامتو سندرغاړي، مرحوم ساربان اثر «ای ساربان آهسته ران» سندره یې ترسره کړه او هغې هم له څارونکو څخه ۳۷ شمېرې تر لاسه کړې. وروسته، منصور آرین د یوې ښکلې پښتو سندرې «زما ګلفام راځه» سره سټېج باندې ښکاره شو مګر د څارونکو له خوا د هغه پر ترسره کونې نیوکې وشوې او د نورو ګډون کوونکو په پرتله، تر ټولو کمې (۲۵ شمېرې) یې ترلاسه کړې.

 

د هغه د ترسره کونې وروسته، رشاد آریا د «بشنو از نی» ډېره نامتو سندره ترسره کړه او و یې کولای شو د څارونکو له قوي ملاتړ سربېره، د ننې شپې تر ټولو زیاتې شمېرې لاس ته راوړي.

 

خپرونه د حبیب الله فاني له ښکلې ترسره کونې سره، چې د «ای آشنای من» سندره یې وویل، پای ته ورسېدل.

 

د ۱۰ غورو په اړه د لا زیات پوهېدو لپاره او دا چې د افغان ستوري په دیارلسمې برخې کې، نور څه پېښې رامنځ ته کېږي، هیله کېږي د دې خپرونې بشپړې ویډیو د نندارې لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړئ!