د ۱۱ غورو پایلې اعلان پړاو د اشکان عرب، شفیع شیرزاد او زېبا حمیدي یوې ډله‎ییزې سندرې سره پیل شو، هغوی د «یار بامیاني» فلکلوریک سندره ترسره کړه چې یوه ډېره نامتو سندره ده.

 

د خپرونې دوهمه ښکلې سندره (بې تو من باز از آن کوچه ګذشتم)، د قاسم شاهد او جاوېد سمیر له خوا ترسره شوه چې هم څارونکي او هم ننداره‎چیان یې غلي کړه. وروسته، سحر آرین او منصور آرین پر سټېج باندې ښکاره شوه تر څو د فرهاد دریا، د افغان ستر هنرمند، یوه سندره ترسره کړي.

 

وروسته له هغه، تواب نوري او رامين پوپل د «به ګردوی سفیدت جوره موره» هزارګې سندره ترسره کړه او د خپلې ترسره کونې په اړه یې له آریانا سعید څخه مثبتې ویناوې ترلاسه کړې. راشد آریا او حبیب الله فاني دوه نور استعداد لرونکي ګډون‎کوونکي وه چې هغوی هم د افغانستان ستر سندرغاړي، فرهاد دریا، «عروس افتو» سندره ترسره کړه.

 

ننداره‎چیان او ګډون‎کوونکي، ټوله انتظار وه تر څو وګوري څوک به له خپرونې څخه حذف شي، مګر په پای کې، قاسم شاهد، هغه کس چې له مزاره څخه یې په دې خپرونې کې ګډون کړی وو، له تر ټولو نه لږو ر‌أیو سره، له خپرونې څخه حذف شو.