د افغان ستوري مینه والو، انتظار پای ته ورسېد! په دې څپرکي کې موږ د غوره او وړتیا لرونکو سندرغاړو د لټون لپاره، ټول افغانستان ته سفر وکړ او همدا اوس له ۱۰۰ نه زیات ګډون والو د ۱۶۰ غوره کسانو د ټاکنې د پړاو څخه د تېرېدو په هیله، کابل ته سفر کړی! اوس د شور او هیجان څخه ډک د ۱۶۰غوره کسانو پړاو کې، ددې وخت رارسېدلی تر څو پوه شو چې آیا ستاسو د خوښې ګدون وال، وروستي پړاو ته لاره مومي او یاهم له مات زړه سره بېرته خپل کور ته ستنېږي.