ددې څپرکي ۱۲ غوره کسانو په بشپړه توګه شهلا، استاد شریف، قاسم او شادکام د خپلې اغیزې لاندې راوستل او وېکولای شول د ټاکنیز پړاو څخه، ۱۶۰ او ۲۴ غوره کسانو پړاو ته لاره ومومي؛ خو اوس، دا ۱۲ غوره کسان خپل تر ټولو لویې سیالۍ سره مخ دي! د افغانستان خلکو د لومړي ځل لپاره د افغان ستوري په لسم څپرکي کې خپله پرېکړه وکړه! نن شپه، تاسو رای ورکوونکي به، پرېکړه وکړئ چې زموږ د ۱۲ غوره کسانو له ډلې څوک د افغان ستوري کېدو هیله له خپل ذهن څخه وباسي. آیا ستاسو د خوښې سندرغاړۍ به حذف شي یا کوم بل ستوری؟ دا خپرونه ووینئ او وګورئ چې آیا ستاسو د خوښې وړ ستوری دا وړتیا لري تر څو راتلونکي پړاو ته لاره ومومي!؟