د افغانسان ستوري د دیارلسم پړاو د ۷ بهترینو د پایلو د اعلانولو لومړنۍ دوه ګونې سندره د ادیب یوسفي او مصطفی هنرجو له خوا وویل شوه چې د (چشمان ساه) سندره وه او د داورانو د تشویق وړ وګرځيده.

دویمه دوه ګورنۍ سندره د سمیع امان او جمیل کریمي له خوا وویل شوه چې د مینه والو او داورانو د پام وړ وګرځیده.

 

محمد عقیل شریفی او منصور جلال دریمه دوه ګونۍ سندره وویله چې د (هجران) سندره وه چې د داورانو په ځانګړي توګه د قیس الفت د خوښې وړ وګرځيده.

له هغه وروسته ادیب یوسفي د دویم ځل لپاره سټیج ته راغی د (چی دیدی) سندره یې له هارون رسولي سره په یوځای وویله چې دا جوړه هم د داورانو له خوا وستایل شوه.

 

د پروګرام په وروستۍ برخه کې مو له ادیب یوسفي سره خدای پاماني وکړه او خپل وروستۍ سندره یې د افغان ستوري په سټیج کې وویله.

د دغه پروګرام د بشپړ ویډیو لیدلو لپاره پر لاندې لینک کیګاوئ.

۵a6a1095a90bb