افغان ستوری، په افغانستان کې د سندرغاړيتوب لومړنۍ خپرونه، د لسم څپرکي، تر اوسه خپل د لوی او غوره څپرکي سره، بېرته راګرځي. د دې څپرکي لومړۍ برخه، په کابل کې په لومړنیو کړنو راڅرخي په داسې حال کې چې د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه سلګونه هیله مند ځوانان، د ډېرې لیوالتیا سره په دې خپرونه کې ښکاره کېږي تر څو څارونکي د خپلې اغېزې لاندې راولي او راتلونکي پړاو ته د لارې موندنې کارت ترلاسه کړي.
رویا، د مېرمن شهلا ځلاند یوه ځوانه مینه واله، هڅه کوي تر څو د تل پاتي سندرغاړي احمد ظاهر، " سلطان قلبم" سندرې په ترسره کولو سره هغه د خپلې اغېزې لاندې راولي. خالد ټول ګواښونه په ځان مني او په خپرونه کې د یوې سندرې د ترسره کولو په هیله د کاناډا څخه، دلته راځي او یو بل بې ادبه کس پریکړه کوي تر څو مخکې له دې چې حتا خپله سندره زمزمه کړي، د څارونکو سره د کارت اخیستو په سر جر او بحث وکړي!
آیا رویا به وکولای شي تر څو شهلا د خپلې اغېزې لاندې راولي؟ آیا کابل ته د خالد اوږد سفر به، د یو کارت سره پای ته ورسېږي او یا دا چې د ماتې سره به بېرته کاناډا ته ولاړ شي؟ او آیا زمونږ سوداګر چې یو سندرغاړی شوی کولای شي پرته له دې چې یوه کلمه هم ووایي د څارونکو څخه کارت ترلاسه کړي؟ له مونږ سره اووسئ او هغه پېښې چې د افغان ستوري په لسم څپرکي کې پېښېږي، له مونږ سره ووینئ!