په افغانستان کې د موسیقۍ استعداد موندنې لومړی شمېره خپرونه «افغان ستوری» له خپل دولسم څپرکی سره بېرته راځي.

د افغان ستوري خپرونې د تېرو ۱۱ کلونو راهیسې په پرلپسې توګه وده کړې او د هر ډول قومي، ژبنیز او جنسي بندیزونو څخه تېره شوې او د پیل راهیسې یې د ټولنیز او فرهنګي بدولونونو یو له اصلي لاملونو په توګه خپله ونډه لوبولې.

افغان ستوري د افغانستان ټوله ولس د موسیقۍ له لارې سره راټول کړی.

دې خپرونې د تېرو ۱۱ کلونو په لړ ډېر د پام وړ ځای تر لاسه کړی او د افغانستان د موسیقۍ صنعت په برخې کې یې ډېر د پام وړ پرمختګ رامنځ ته کړی.

یو ځل بیا هم، یو شمېر څارونکي د افغانستان بېلابېل ښارونو ته سفر کوي تر څو د دولسم څپرکې غوره ګډون کوونکي پیدا کړي.

 

زموږ سره پاته شئ او د افغان ستوري ۱۲ څپرکی تعقیب کړئ چې ډېر ژر د طلوع ټلویزون له لارې خپرېږي.