مصطفی عزیزیار، هغه ځوان چی له ننه نه کاله مخکی په هغه وخت کی یوی کوچنی کورنی یعنی طلوع ته دننه شو.مصطفی په هغه وخت کی شپاړلس کلن ځوان وه.خو د هغه خپل کارته لا زیاته مینه د هغه د پرمختګ لامل شو.
مصطفی عزیزیار د تفریحی خپرونو د وړاندی کولو د وړتیا په درلودو او د موسیقی هنرته لاس رسی سره وکولای شو د افغانستان د خلکو په زړونو کی ځای پیدا کړی.چای با عزیزیار، رزم و بزم او آینه به آینه خپرونی د مصطفی عزیزیار د استعداد ښکارندوی شوی.ډیری وختونه د هغه کړنی نورو نطاقانو ته یوه بیلګه وه.کولای شو عزیزیار ته د طلوع غږ نوم هم ورکړو، هغه غږ چی ډیری وخت یی د افغانستان د خلکو په کورونو کی مینه پارولی.
د مصطفی عزیزیار د مینوالو د هغه سره د لیدو لپاره یو بل دیر ښه ځای آرمان رادیو ده.د هغه غږ جادو کوی او د هر اوریدونکی زړه خپلوی.
د مصطفی عزیزیار لومړنی خپرونه په آرمان رادیو کی شب بخیر آرمان وه.
کومه خپرونه چی د شپی نهو نه تر دولسو خپریده.هغه اوس ۲۵ کاله عمر لری او د هغه د پرمختګ لاره دوام لری.سښکال هم مصطفی عزیزیار د افغان ستوری خپرونی کوربه دی.کومه بریالی خپرونه چی د افغانستان د موسیقی خپرونو د اتل شتون سره به یی د مخکی په پرتله لانور هم په زړه پوری کړی.