د افغانستورې دې اوونۍ خپرونه، د افغانستان لرغوني او تاریخي ولایت، د هرات ټاکنیز پړاو نندارې ته وړاندې کړ. سلګونو استعدادلرونکو نارینه او ښځینهوو د نړیواله نامتووالې ترلاسهکونې لپاره دې خپرونې کې ګډون وکړ. دې ولایت تېرو کلونو کې ګڼشمېر استعدادلرونکي او تکړه سندرغاړي خلکو ته معرفي کړي دي. مګر د هرات هنر روزونکې ولایت کیسه دې ځای کې نه ختمېږي، سږ کال هم ګڼشمېر غوره، پر خپل نفس باندې ډاډه او د موسیقۍ پوهاوۍ لرونکي ځوانان دې څپرکې کې ګډون کوي تر څو سیالۍ د نورو ولایتونو د ګډونکوونکو لپاره لا ګرانه شي.
آصف جامې، لومړی استعدادلرونکی هنرمند وو چې پر صحنې باندې ښکاره شو او د «سبزه به ناز میآید» سندره یې ترسره کړه، دا ترسره کونه د څارونکو د حیرانتیا وړ شوه او آصف وکولای شو وروستي پړاو کې د ګډون کارټ ترلاسه کړي. بابک، بل غوره ګډونکوونکی وو چې یوه دودیزه سندره یې وویل او و یې کولای شو له دې ترسره کونې سره د «۱۶۰ غوره» پړاو ته لاره ومومي.
تبسم فقیري، یوې ګډونکوونکې چې د ۲ کلونو راهیسې د موسیقۍ زدهکړه پیل کړې، د مېرمن فریدهترانه سندره یوه ترسره کړه چې د افغانستورې پخواني څپرکو کې یې ګډون کړی وو، تبسم د «دل مرا مرنجان» سندره ترسره کړه، له خواشینۍ سره دا ترسره کونه د څارونکو د رضایت وړ نه شوه او هغې و نه شو کولای وروستي پړاو ته لاره ومومي. په دوام کې، یو بل استعدادلرونکی ګډونکوونکی، خلیل یوسفزی، د خپل غوره او عالي ترسره کونې سره یوه هېواواله (د هېواد په درنښت) سندره ترسره کړه، دا سندره چې مطلع یې «دل مه میخاد آزاد باشه» وه، ډېر زیات د څارونکو د حیرانتیا وړ شوه، څرنګه چې هغوی د وروستي پړاو کارټ وړاندې کونې سربېره، هغه سره د ۱۲ غورو پړاو کې د لارې موندنې ژمنه وکړه.
د افغانستورې دریم پړاو، د هرات ټاکنیز پړاو نندارې لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لېنک کلیک کړئ!